د ستنېدنې مرسته

افغانستان

معلومات – سازمان – د سفر لګښتونه – لومړنۍ مالي مرسته – بیا ادغام
Image
کره زمین

د ستنېدنې مشورې په جریان کې، موږ به ستاسو وضعیت په اړه په ګډه بحث وکړو او ستاسو راتلونکي امکانات به وڅېړو.

په ګډه، موږ به ستاسو ستنېدنه پلان کړو، ستاسو د سفر اسناد به ترلاسه کړو، او ستاسو د الوتنې، اورګاډي یا بس ټکټ به بک کړو. 

په غوښتنه، موږ به ستاسو د وتلو په ورځ د اړینو ګامونو سره مرسته وکړو او ستاسو سره به د وتلو ځای ته – یا، که اړتیا وي، په ټوله لاره ستاسو اصلي هېواد ته – ملګرتيا وکړو. 

که تاسو د ستنېدنې لپاره کافي پیسې نلرئ، ستاسو د سفر لګښتونه به پوښل شي. دا په ځانګړو اضافي لګښتونو هم پلي کېږي، د مثال په توګه، که تاسو د ستنېدنې په وخت کې ځانګړې طبي اړتیا ولرئ. 

ستاسو د وتلو په وخت کې، تاسو به د لومړني مالي مرستې په توګه تر 900 € یورو پورې نغدي پیسې ترلاسه کړئ.

ستاسو د ستنېدنې وروسته، تاسو کولی شئ د بیا ادغام پروګرام کې هم ګډون وکړئ. دا پروګرام ستاسو په هېواد کې د مالي او غیرنقدي مرستو له لارې ستاسو نوی پیل اسانه کوي. 

Image
خانه

بیا ادغام: د لیدلوري سره يو نوې پیل

فرونټیکس (د اروپا د سرحدونو او ساحل ساتونکو اداره) ستاسو د بیا ادغام ملاتړ د اروپايي اتحادیې د بیا ادغام پروګرام (EURP) له لارې کوي.

له ستنېدنې وروسته ستاسو ملاتړ څنګه کېږي؟
تاسو کولی شئ د رارسېدو وروسته بسته/کڅوړه او د ستنېدنې وروسته بسته/کڅوړه ترلاسه کړئ.

د رارسېدو په وخت کې ملاتړ

د رارسېدو وروسته بسته//کڅوړه ستاسو هېواد ته د رارسېدو سره سم سمدستي مرسته وړاندې کوي او لاندې خدمات پکې شامل دي، چې د سیمه ییز ملګري سازمان لخوا رسول کېږي.

د رارسېدو وروسته د بستې/کڅوړې ارزښت 615 € دی. که چيرې تاسو دې فوري خدماتو ته اړتیا نلرئ یا یوازې په جزوي ډول یې وکاروئ، نو پاتې پیسې به تاسو په نغدي ډول ترلاسه کړئ.

مشوره ورکونه

د ښه راغلاست بسته/کڅوړه (مخکې له مخکې تادیه شوی سیم کارت، د حفظ الصحې محصولات، او داسې نور)

د هوايي ډګر څخه پورته کونه

په راتلونکي سفر کې ملاتړ (تنظیم او د لګښتونو پوښښ)

د رارسېدو وروسته تر درېیو ورځو پورې لنډمهاله استوګنځی

مستقیم طبي مرسته

اوږدمهاله ملاتړ

د ستنېدنې وروسته بسته/کڅوړه ستاسو د بیا ادغام لپاره اوږدمهاله مرسته وړاندې کوي او پدې کې شامل دي:

د فوري مرستې په توګه 200 € یورو نغدي.

د 1,800 € یورو په ارزښت غیرنقدي ګټې، چې کېدای شي پکې شامل وي:

د سوداګرۍ مفکورې پلي کول (د مثال په توګه، د کوچني تجارت پیل کول)

مسلکي/حرفوي روزنه

د کار بازار ته دننه کيدو کې ملاتړ

په ښوونځي کې د ملګرو ماشومانو د شاملېدنې ملاتړ

قانوني او اداري مشورتي خدمتونه

د کورنۍ بیا یوځای کېدل

طبي مرسته

رواني ټولنیز ملاتړ

د کور او خېلخانې/کورنۍ تنظیم

Image
تیلیفون

آیا غواړئ چې نور زده کړئ؟

Image
لوگوی فرونتکس (آژانس اروپایی مرزبانی و گارد ساحلی)

د نورو معلوماتو لپاره، بروشر وګورئ یا د فرونټیکس ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.