هغه څه چې تاسو ورته د پوهيدو لپاره اړتیا لرئ
ډېر عوامل کولی شي ستنېدنه ستونزمنه کړي یا اندیښنه رامینځته کړي. د BBU ستنېدنې مشورې په جریان کې، تاسو کولی شئ د خپل شخصي وضعیت په اړه په محرم ډول خبرې وکړئ. دا موږ ته اجازه راکوي چې ستاسو اړتیاوو ته ستاسو د ستنېدنې دمخه، په جریان کې او وروسته ځواب ووایو.
هو. معمولا، ستنېدنه د ټولې کورنۍ لپاره پلان شوې وي. که چيرې تاسو د خپل انفرادي وضعیت په اړه پوښتنې لرئ، د BBU ستنېدنې مشوره ستاسو سره د مرستې لپاره شته.
BBU هڅه کوي چې ستاسو وتل په يو څو ورځو کې تنظیم کړي. په ځینو مواردو کې، دا ممکن ډېر وخت ونیسي – د مثال په توګه، د الوتنې اړیکو د ورکېدو له امله، د سفر اسنادو نشتوالی، یا ستاسو د شخصي وضعیت پر بنسټ د نورو وضاحتونو اړتیا. دا اړینه ده چې د BBU ستنېدنې مشورې سره په ګډه د دې مسلو په اړه بحث وشي.
هو. که چيرې ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد شوی وي او تاسو د ستنېدنې پرېکړه ترلاسه کړې وي، نو تاسو د یوې ټاکلې مودې دننه آسټريا/اتریش پريښودلو ته اړتيا لرئ. تاسو کولی شئ د خپلې پناه غوښتنې په پرېکړه کې د وتلو وروستۍ نېټه ومومئ. په دې حالت کې، تاسو باید سمدلاسه د BBU سره د ستنېدنې مشورتي غونډه کې ګډون وکړئ. د دې غونډې په جریان کې، تاسو ته به د ستنېدنې په برخه کې د مرستې لپاره د شته انتخابونو په اړه خبرتيا درکړل شي. مهرباني وکړئ د BBU ستنېدنې مشورې سره اړیکه ونیسئ.
که چيرې تاسو د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي دفتر (BFA) څخه د خپلې خوښې ستنېدنې لپاره وروستۍ نېټه ترلاسه کړې وي، نو تاسو مکلف یاست چې د هغې سره سم عمل وکړئ. په آسټريا/اتریش کې غیر منظم استوګنځی جدي پایلې لري: BFA په قانوني توګه مکلف دی چې تاسو بیرته وباسي که چيرې تاسو په خپله خوښه نه وځئ. BFA ممکن ستاسو په وړاندې د آسټريا/اتریش یا ټولې شینګن سیمې لپاره د ننوتلو بندیز هم صادر کړي.
دا به تاسو د یوې ټاکلې مودې لپاره آسټريا/اتریش یا اروپايي اتحادیې ته د بیا ننوتلو مخه ونیسي. که چيرې تاسو نشئ کولی چې په ورکړل شوي وخت کې خپل وتل تنظیم کړئ، مهرباني وکړئ ژر تر ژره د BBU ستنېدنې مشورې سره اړیکه ونیسئ. که تاسو د BBU سره همکاري وکړئ نو د اخراج/ويستلو څخه ډډه کېدای شي.
په ځینو مواردو کې، چې د قانون له مخې ټاکل شوي، د ستنېدنې په مشوره کې ګډون لازمي دی. که چيرې دا په تاسو باندې پلي کېږي، تاسو به د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي دفتر (BFA) یا فدرالي اداري محکمې (BVwG) څخه د ستنېدنې مشورې کې د ګډون کولو لپاره خپل د مکلفیت رسمي خبرتیا ترلاسه کړئ. تاسو ته به لارښوونه وشي چې د BBU ستنېدنې مشورې سره اړیکه ونیسئ، کوم چې وړیا دی/لګښت نه لري. تاسو ممکن د BBU څخه یو لیک هم ترلاسه کړئ چې تاسو ته د ستنېدنې مشورې کې د ګډون کولو مکلفیت په اړه خبر درکوي.
د ستنېدنې مشورې کې د ګډون کولو لپاره دا مکلفیت له پامه مه غورځوئ! – د اطاعت کولو کې پاتې راتلل ممکن ستاسو لپاره منفي پایلې ولري.
. د ستنېدنې په مشوره کې ګډون کول د اخراج لامل نه کېږي. د BBU سره د ستنېدنې مشورې په جریان کې، تاسو کولی شئ د خپل شخصي وضعیت په اړه په محرم ډول خبرې وکړئ او مناسب مشوره ترلاسه کړئ. که تاسو پرېکړه وکړئ چې په خپله خوښه ستانه شئ، BBU به د ټولو اړینو ګامونو له لارې مرسته چمتو کړي. په خپله خوښه ستنېدنه د اخراج پايله نه لري.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: که چيرې تاسو اړ یاست چې آسټريا/اتریش پرېږدئ او ستاسو د رضاکارانه ستنېدنې وروستۍ نېټه تېره شوې وي، د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي دفتر (BFA) به ستاسو ويستل چمتو/تيار کړي.
د BBU ستنېدنې مشوره ستاسو په اخراج کې ښکېل نه ده.
هو. تاسو کولی شئ په هر وخت کې په خپله خوښه ستنېدنه غوره کړئ. تاسو ممکن خپل وتل په خپلواکه توګه تنظیم کړئ یا د ستنېدنې لپاره د مرستې غوښتنه وکړئ. په هر حالت کې، تاسو باید څومره ژر چې ممکن وي د BBU ستنېدنې مشورې سره اړیکه ونیسئ. په خپله خوښه وتل د اخراج پايله نه لري.
هو. تاسو ممکن د پناه غوښتنې پروسې په هر پړاو کې په خپله خوښه ستنېدنه غوره کړئ او دواړه تنظیمي او مالي مرستې ترلاسه کړئ. که چيرې تاسو په داسې حال کې ووځئ چې ستاسو د پناه غوښتنې پروسه لا هم روانه ده، د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي اداره (BFA) به ستاسو د وتلو سره سم دا پروسه بنده کړي.
هو. تاسو کولی شئ په خپله خوښه د اعتبار وړ استوګنې حیثیت سره ستانه شئ او دواړه تنظیمي او مالي مرستې ترلاسه کړئ. د BBU ستنېدنې مشوره به ستاسو سره ستاسو د انتخابونو په پېژندلو کې مرسته وکړي.
که چيرې تاسو په خپله خوښه خپل اصلي هېواد ته ستانه شئ، نو ستاسو په آسټريا/اتریش کې وضعيت به په رسمي ډول د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي دفتر (BFA) لخوا لغوه شي.
په عمومي توګه، قانوني بیا ننوتل ممکن دي. تاسو کيدای شي د دې لپاره د آسټريا/اتریش په سفارت کې چې ستاسو د استوګنې هېواد مسؤل دی غوښتنه وکړئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: که چیرې د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي دفتر (BFA) ستاسو په وړاندې د ننوتلو بندیز صادر کړی وي، نو د بندیز په موده کې به د بیا ننوتلو اجازه ونلري. که چيرې تاسو په آسټريا/اتریش کې د قانوني اجازې پرته پاتې کيږئ، نو تاسو ته په کلکه مشوره درکول کېږي چې په خپله خوښه ستانه شئ ترڅو ستاسو په وړاندې د ننوتلو بندیز له صادرېدو څخه ډډه وشي.
آیا تاسو کومه پوښتنه لرئ؟ موږ سره اړیکه ونیسئ!
دا فورمه ډکه کړئ او د BBU ستنېدنې مشوره به ډېر ژر له تاسو سره اړیکه ونیسي.